slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د طبما د رزمي هنرونو ملي فدراسیون له لوري  له ۱۶ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولايت د طبما رزمي هنرونو مقدماتي سيالۍ پيل شوې. 

په دغو سياليو کې به ورزشکاران په درېیو عمري کټګوريو کوچنيانو، ځوانانو او لويانو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړي، چې په پايله کې به يې غوره لوبغاړي د هېواد په کچه د طبما راتلونکو ملي سياليو ته غوره شي. 

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ د طبما د رزمي هنرونو راتلونکو ملي سياليو ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي.