slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېره شپه ناوخته، یوه ۱۷ کلنه ځوانه نجلۍ چې د سمنګان ولایت د ایبک ښار د دره زندان کلي اوسېدونکې او نامزاد وه، د خپل ورور له‌خوا په خپل کور کې د دستمال په واسطه وژل شوې ده. د پېښې وروسته قاتل له سیمې  تښتېدلی دی.

د پېښې د راپور تر ترلاسه کولو وروسته، د سمنګان د امنیه قوماندانۍ د جنایي تخنیکي څېړنو ټیم له امنیتي ځواکونو سره یو ځای سیمې ته رسېدلي، قضیه یې څېړلې او د دې وژنې لامل یې کورنی تاوتریخوالی بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي، خو د اصلي عامل د نیولو لپاره جدي هڅې روانې دي.

د سمنګان د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو دفتر