slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست د امنیې قومندانۍ مسؤلانو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري له ۲۲۲ بېوزلو کورنيو سره د مرستې خبر ورکړی.

ددې ولايت د امنیې قومندانۍ وياند طاهر احرار وايي؛ دغه کورنۍ د ياد مديريت په مشرۍ د يوې ګډې کمیټې له لوري سروې شوې وې، چې ورته ۷ قلمه د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.

د سرچينې په وينا د اړمنو کورنيو لپاره د مرستو لړۍ د اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه د ځانګړي فرمان پر اساس ترسره کېږي، چې تر دا مهاله په خوست کې لسګونه بېوزله هېوادوال راټول او ورته د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې ويشل شوي دي.

#پولیس_راډیو