لغمان کی امنیتی پولیسو ۷ تنه د بیلابیلو نشه یی موادو د پیر ، پلور او قاچاق په تور نیولي!
د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندی د مبارزی مدیریت زړورو منسوبینو د یوی اونۍ په جریان کی مهترلام ښار او بیلابیلو ولسوالیو کي ۷ اووه تنه د نشه یی موادو د پیر ، پلور او قاچاق په تور نیولي.
د نیول شوو کسانو سره ۱۴ ګرامه شېشه ، ۳ګرامه ټابلیټ کا ګولۍ ،۱ یو ګرام زیکپ ګولۍ ، دری سیټه موبایلونه او یو اندازه پیسی هم نیول شوي، چي د لومړنیو معلوماتو وروسته به رسماً عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شي.
یاد مدیریت په مهترلام ښار او بیلابیلو ولسوالیو کي د قاچاقبرو او ساقیانو پر وړاندی کلک امنیتی عملیات پیل کړی چي ډیر ژر به په یادو جرمونو کی ملوس اشخاص نیول کیږی او د قانون منګولو ته به سپارل کیږی.