کندوز کې څلور تنه بغاوتګر د امنیتي پولیسو لهخوا نیول شوي
د کندز ولایت د آقتاش ولسوالۍ امنیتي پولیسو د یو دقیق کشفي راپور پر بنسټ، تېره ورځ مازدیګر مهال څلور تنه بغاوتګر نیولي دي. دغه کسان چې د آقتاش ولسوالۍ اوسېدونکي دي، هغه مهال ونیول شول چې یې د بغاوتګرو لپاره د کمپاین هڅې کولې او غوښتل یې په سیمه کې ګډوډي رامنځته کړي
امنیتي ځواکونو یاد تورن کسان د یو شمېر وسایلو سره یوځای ونیول د قانون منګولو ته یې وسپارل. نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ویل شوي چې د لومړنیو پلټنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د کندز امنیه قومانداني مشرتابه د دې ولایت ولس ته ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه به هیڅ چا ته اجازه ورنکړي څو د سولې فضا ګډوډه کړي، او د ټولنې د امن او ثبات پر وړاندې خنډ واقع شي.