slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فراه ولایت د پشترود او بالابلوک ولسوالیو امنیتي او کشفي ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال څلور تنه د غلا په تړاو نیولي، او یو غلا شوی موټرسایکل یې هم کشف او بېرته ترلاسه کړی دی.

د پشترود ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي، چې یو تن د "باریداد" په نامه کس د ۳۹۷٬۰۵۰ افغانيو او ۴۱۱٬۰۰۰ ایراني تومانو د غلا په تور نیول شوی دی. همداراز، د همدې ولسوالۍ کشفي ځواکونو "شیر احمد" نومی تن د ۲۰٬۰۰۰ افغانيو د غلا له امله نیولی دی.

په ورته مهال، د بالابلوک ولسوالۍ امنیتي او کشفي ځواکونو دوه تنه د یو مولد د غلا په تړاو نیولي دي. د یادې ولسوالۍ پولیسو هم یو غلا شوی موټرسایکل کشف او بېرته ترلاسه کړی دی.

ټول نیول شوي کسان د لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.