slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امربالمعروف وزارت د خبرپاڼې په حواله د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست وايي چې د دې ولایت په مرکز کې یو ماهر کوډګر د محتسبینو له لوري نیول شوی دی.

چارواکي وایي، نیول شوی کس له تېرو څو کلونو راهیسې په غیر شرعي ډول دمونه کول او له خلکو یې د دغو کړنو په بدل کې پیسې اخیستلې. د ریاست د معلوماتو له مخې، نوموړي د نیول کېدو پر مهال په خپلو کړنو اعتراف کړی او د شرعي پرېکړې لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دغه اقدام ستایي او ټینګار کوي چې د کوډګرو تر څنګ دې د نورو منکراتو په مخنیوي کې هم لا زیات ګامونه پورته شي څو ټولنه له شرکي عقایدو او ټولنیز فساد څخه خوندي پاتې شي.

یاده دې وي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کوډګرو پر کړنو د بندیز تر اعلان وروسته، په هېواد کې تر دې دمه سلګونه کسان د ورته کړنو په تور نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.