کابل؛ د هېواد د فوتسال غوره ليګ د څلورم پړاو د بولۍ مراسم ترسره شول
د هېواد د فوتسال غوره لیګ د څلورم پړاو ځانګړي بولۍ مراسم د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عالي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق، د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان زدران، او د ملي فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر په ګډون د آریانا ټلوېزیون ورزشي سټوډیو کې ترسره شول.
د هېواد د فوتسال غوره لیګ څلورم پړاو به د ملي فوټبال فدراسیون له خوا، د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عالي ریاست په همکارۍ، د روان کال د غبرګولي په ۱۸مه د کابل ښار په کوربهتوب او د فوتسال نړیوال جمنازیم کې پیل شي، چې ۱۰ لوبډلې به پکې برخه واخلي.
په دې سیالیو کې، د لومړۍ اونۍ په سیالیو کې به د صداقت کابل لوبډله د نورزاد نیمروز لوبډلې سره د پرانیستې لوبه وکړي. په دویمه لوبه کې به د پیروزي پنجشیر لوبډله د آریا فورج غزني پر وړاندې میدان ته ښکته شي، او په درېیمه لوبه کې به د امید ایف سي لوبډله د ظاهر اسد پر وړاندې ولوبېږي.