افغانستان ته د هند ځانګړی استازی انند پرکاش کابل کې له مولوي امیر خان متقي سره لیدلي.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې مولوي امير خان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رئیس آنند پرکاش سره ليدلي دي.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له هندستان سره پر دوه اړخیزو ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو ټینګار کړی. نوموړي ويلي؛ افغانستان له بل هروخته د سوداګرۍ لپاره مناسب هېواد دی او دی هیله لري، چې هندي پانګوال دې په افغانستان کې خپلې پانګونې وکړي.
مولوي متقي دا رنګه په خپلو خبرو کې ویلي؛«د افغانستان او هند تر منځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې باید اسانتیاوې رامنځته شي او د سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي.»
د هند له لورې انند پرکاش په خپلو خبرو کې ویلي، چې له افغانستان سره د هند اړيکې مهمې دي او هيله يې ښودلې چې په مختلفو برخو کې دغه اړيکې بايد نورې هم پراخې شي.
ښاغلي پرکاش ویلي؛ «هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او غواړي په ځینو زیربنايي پروژو کې پانګونه وکړي او د نيمه پاتې پروژو کارونه به هم بېرته پيل کړي.»