مولانا فضل الرحمان؛ د پاکستان تګلاره د افغان ملت او دولت پر وړاندې نا مناسبه ده.
پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان د سیاست په اړه د اسلامـاباد تګلاره یو ځل بیا تر کلکو نیوکو لاندې راوستې ده. نوموړی هغه مهال دا څرګندونې کوي، چې یو شمېر پاکستاني سوداګر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پیل غوښتنه ورسره شریکه کړه.
سوداګرو ویلي، د دواړو هېوادونو اړیکو کې ترینګلتیا نه یوازې د کاروبارونو مخه نیولې، بلکې د پاکستان ملي اقتصاد ته یې هم درانه زیانونه اړولي. فضل الرحمن د دوی اندېښنې پر ځای بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست د کلونو راهیسې د ناکامۍ له کړنګ سره مخ دی.
د ده په وینا، اسلامـاباد له تقریباً نیمې پېړۍ راهیسې په داسې تګلارو ټینګار کوي چې نه عملي دي او نه د سیمې د واقعي اړتیاوو ځواب وي. هغه ادعا کړې چې د ضیاء الحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې افغانستان د ډالرو د ترلاسه کولو وسیله ګرځول شوی و.
مولانا فضل الرحمن د افغان کډوالو پر وړاندې د اوسني حکومت سلوک هم غندلی او ویلي یې دي چې د پاکستان پوځ او جنرالان له جګړې پرته د شخړو د حل بله لار نه پېژني. د هغه په وینا، پوځی کړنلارې د دې لامل شوې چې ګڼ پاکستانيان په خپل وطن کې بېځایه او کړکېچ ژور شي.
په ورته وخت کې، د پاکستان یو شمېر نورو سیاسي څېرو هم د دولت امنیتي تګلارې تر پوښتنې لاندې راوستې دي. دوی وایي، تحریک طالبان پاکستان او ورته ډلې د تېرو کلونو د ناسمې دولتي پالیسۍ پایله ده او ټینګار کوي چې مخکې له دې چې هېواد د ناامنۍ کندې ته نوره ورښکته شي، باید د حل لپاره خبرې اترې وشي.


