د امریکا ولسمشر؛ په راتلونکو دوو اوونیو کې به د اوکراین جګړې وضعیت روښانه شي.
ټرمپ د جمعې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په سپينه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ټينګار وکړ، چې په راتلوونکو دوو اونیو کې به معلومه شي، چې د ده هڅې د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل د پای ته رسولو کې کوم محسوس پرمختګ ولري او که نه.
هغه وویل: «د روسیې په اړه پریکړه به مهمه وي، که دا بندیزونه وي، که تعرفې او که هېڅ هم نه. موږ به د دوو اونیو په موده کې پوه شو چې لاره څه ده.»
ولسمشر ټرمپ همداراز وویل: «زه له هېڅ اړخه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د ټینګېدو د هڅو څخه راضي نه یم.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې تېرې اونۍ ټرمپ په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه او خبرې کړې وې.تراوسه ټرمپ نه دی توانېدلی، تر څو پوتین دې ته قانع کړي، چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره وګوري.
ټرمپ د زلنسکي او پوتین سره د درې اړخیزې غونډې د امکان په اړه وویل: «ډیری خلک فکر کوي چې د دې غونډې څخه به هیڅ پایله ونلري پرته لدې چې زه هلته یم.»
له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د روسیې د بهنریو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ، چې پوتین چمتو دی له زلنسکي سره وګوري؛ خو د مشخصي اجنډا شرط یې وړاندی کړی.
تر اوسه دا اجنډا هیڅ چمتو نه ده.