غزني کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د غزني ښاروالۍ د ملګرو ملتونو د دفتر په همکارۍ د ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت درې مهمې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
یادې پروژې د ښار په پنځمه او شپږمه ناحیه کې عملي شوې دي. د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په قلعه شهاده سیمه کې ۵۰۰ متري استنادي دیوال جوړ شوی او د توحید آباد سیمه کې دوه سړکونه د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي رغول شوي دي.
د غزني ښاروال د پروژو د پرانیستې پر مهال وویل چې د ملګرو ملتونو مرستې د ستاینې وړ دي او دغه کارونه به د خلکو د ژوند په آسانتیا او د ښار د زیربنایي پرمختګ په برخه کې مهم اغېز ولري. نوموړي زیاته کړه چې د ښاروالۍ هڅې به د نورو ورته پروژو په پلي کېدو کې هم دوام ولري.
د مسؤلینو په وینا، د استنادي دیوال جوړېدل به د بارانونو او سیلابونو پر مهال د کورونو او عامه تاسیساتو د ویجاړۍ مخه ونیسي، او د توحید آباد د سړکونو رغول به د ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه کړي، د تګ راتګ ستونزې به حل کړي او د ښار د ښکلا او نظم په ټینګښت کې به مهم رول ولوبوي.