افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې د لومړي فاز عملي چارې پیلېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د عزیزي انرژي ګروپ له عمومي رئیس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل. په دې لیدنه کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید پروژې د پرمختګ راپور وړاندې شو او د لومړي فاز د عملي چارو د پیل په اړه پرېکړه وشوه.
میرویس عزیزي وویل چې له هوکړه لیک وروسته، د شرکت تخنیکي ټیمونه د اړوندو وزارتونو له مسلکي کارکوونکو سره یوځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ته استول شوي دي، څو د پروژو لومړنۍ سروې او اړین معلومات راټول کړي. د ده په وینا، پروژه په درې فازونو وېشل شوې چې لومړی فاز یې د څلور زره مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري.
د عزیزي انرژي شرکت مسؤلین وايي چې د لومړي فاز عملي چارې به ډېر ژر د اړوندو وزارتونو او دولتي ادارو په همکارۍ پیل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د شرکت له استازو سره د هغوی غوښتنې شریکې کړې او اړوندو وزارتونو ته یې لارښوونه وکړه چې د پروژې د پلي کېدو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
په پای کې، د ملا عبدالغني برادر اخوند په لارښوونه یوه ګډه کمېټه جوړه شوه چې د پروژې د کارونو د څار او پرمختګ راپورونه به په دوامدار ډول د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت سره شریکوي.