slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د غور ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو له خوا د یاد ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه‌یي توکو د پروسېس او تولید څو لویې کارخونې له ۳۷۰۰۰ کیلو ګرامه اومانو، یامې، ۲۱۵۵ کیلو ګرامه سودو، ۵۵۰ لیتره تېزابو او مختلف النوع نشه‌يي توکو او پروسېس موادو سره په بشپړ ډول تخریب او سوځول شوي دي.

ورته مهال: د یو لړ جلا عملیاتو په ترڅ کې د یاد مدیریت لخوا په تولک او دولینه ولسوالیو کې د ۱۶۰ کیلوګرامه اومانو د لېږد مخه هم نیول شوې،په تړاو يې یو کس نیول شوی، چې له څیړنیو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.