slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت مقام د سنګین ولسوالۍ د ښاروالۍ لپاره نوی ښاروال حاجي تائب وټاکل شو او نن د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس ملا حمیدالله رابط له لوري د ښاروالۍ کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د پېژندنې دغه مراسمو کي د سنګین ولسوال ملا عبدالمتین"حاجي لالا"امنیه قوماندان مولوي صابرمل، استخباراتو مسوول مولوي جاهد او د امارتي قضایاوو مسوول هم ګډون کړی وو.
د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس ملا حمیدالله"رابط" نوی ښاروال تائب مسوولینو او د ښاروالۍ کارکوونکو ته رسما معرفي کړ او هغه ته یې په چارو کي د بریالیتوب دُعا وکړه.
ښاغلي تائب وویل: هڅه به وکړي چي د خلکو خدمت په ښه اخلاص سره وکړي.
نوموړي د ټولو مسوولینو او د ښاروالۍ له کارکوونکو څخه د ښې همږغۍ او بشپړي همکارۍ غوښتنه وکړه.

دیادولو ده چي ښاغلی تائب د نورو مسوولیتونو ترڅنګ له دې وړاندي د ګرشک ښاروال هم پاتې شوی دی.