یوناما؛ افغانستان ته راتلونکې بشري مرستې په پاکستان کې بند پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) سرپرستې او د سیاسي برخې مشرې، آغلې جورجټ ګانیون، له بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو له امله د بشري مرستو پر بندښت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ په ۵مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې آغلې ګانیون د عبوري لارو د تړل پاتې کېدو له امله په پاکستان کې د یوناما د زرګونو ټنو مرستندویه موادو د بندېدو موضوع جدي وبلله او د مرستو د ژر خلاصون غوښتنه یې وکړه.
یادې شوې لیدنې کې نوموړي د خوست او کونړ په وروستیو پېښو کې د پاکستاني ځواکونو د بمبار له امله د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو د مرګژوبلې له کبله خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو بشري قوانینو رعایت باید حتمي وي او ملکي تلفات باید مخنیوی شي.
یوناما سرپرستې د مخدره توکو د کنټرول او د خصوصي سکتور د ملاتړ اړوند کاري ډلو فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او د دوحې د پروسې تر چوکاټ لاندې د ګډو همکاریو د پراخېدو وړاندیز یې وکړ. هغې دا هم زیاته کړه چې یوناما د بهرنیو مرسته ورکوونکو هېوادونو سره په دوامداره اړیکو کې ده ترڅو د افغانستان د ملاتړ او تعامل لپاره نورې اسانتیاوې برابرې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې امیرخان متقي د وروستیو زلزلو د قربانیانو او په خوست او کونړ کې د بمبار له امله د ملکیانو د مرګژوبلې د یادولو لپاره د یوناما د چارواکې مننه وکړه. نوموړي د مخدره توکو د کښت نږدې صفر ته رسېدو او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت له لوري ترسره شویو اقداماتو ته اشاره وکړه.
متقي ټینګار وکړ چې د اوسني وضعیت له مخې د اړونده لورو لپاره د عملي او روښانه ګامونو اخیستل اړین دي، څو ګډې هڅې په اغېزمنو پایلو بدل شي.


