slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولایت د کډوالو او بېرته راستندونکو  چارو ریاست مسولینو وویل، چې تېره اونۍ له شنبې تر پنجشنبې ۸۴ کورنۍ له کډوالۍ تازه لغمان ولایت ته ستنې شوې دي.

هغوي زیاته کړه: "لغمان ولایت ته ۸۴ کورنۍ له کډوالۍ راستانه شوې چې د غړو شمېر یې  ۴۶۲ تنو ته رسېږي او همدا راز ۳۵ تنه په انفرادي ډول راستانه شوي چې د ټولو تعداد ۴۹۷ تنو ته رسېږي".

نوموړو همدا راز وویل چې یادو کډوالو د لغمان ولایت د کډوالو او بېرته ستندونکو چارو ریاست ته مراجعه کړې او د بیا مېشته کېدنکې په معلوماتي سیستم کې ثبت شوي دي.