د زابل امربالمعروف ریاست وايي چې په دې ولایت کې شپږ کلن ماشوم ته د یوې مېرمنې د ناخوښې نکاح مخه ونیول شوه
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د زابل ولایت محتسبینو د یوې ځوانې مېرمنې د ناخوښې نکاح مخه نیولې ده، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل هغه له خپلې خوښې پرته یوه شپږ کلن ماشوم ته په نکاح ورکړي.
د یاد وزارت مسؤولینو ویلي، یاده مېرمن له واده کولو مخکې کونډه شوې وه، او د خسرګنۍ غړو یې د کورنۍ د ناسم غیرت، تربورګلوي او دودیزو فشارونو له امله هڅه کوله چې هغې ته د نکاح حق ورکړل شي. خو د محتسبینو د مداخلې له امله دا نکاح لغوه شوه.
د زابل محتسبینو په وینا:
"د ښځو خوښه په نکاح کې یو شرعي او انساني حق دی. موږ اجازه نه ورکوو چې څوک د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي یا له دوی سره ظالمانه چلند وکړي."
په همدې لړ کې، د نوبهار، ارغنداب، او اتغر ولسوالیو محتسبینو درې مېرمنې چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، له ستونزو وژغورلې او هغوی ته یې د خپلو شرعي حقونو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړه.
یاد وزارت زیاتوي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب، نا خوښه ودونو، ولور، میراث، او کورني ظلمونو په اړه یې تر دې دمه په لسګونو ولایتونو کې سلګونه قضیې حل کړې دي، او دا لړۍ لا هم په جدیت سره روانه ده.