هرات کې دوه تنه د غلا په تور نيول شوي
د هرات ولايت ا.ق ویاند پولیس راډیو ته وویل چې د یاد ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري د يو لړ کشفي عملياتو په ترڅ کې دوه تنه وسله وال غله نیول شوي دي.
هیره دي نه وي چې نیول شوو کسانو به د هرات ولايت له عامو خلګو څخه ټليفونونه او وسایط غلا کول چې يو ميل تفنګچه او ۱۵ غلا شوي ټلیفونو ورسره نيول شوي دي چې دوسیې به یې له بشپړیدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ولیږل شي.