slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړوندو امنیتي ارګانونو په همکارۍ د واشېر ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې د ۳۷ جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه ونیوله.

یادې ځمکې چې د اسلامي امارت ملکیتونه دي، د ځینو کسانو له لوري د ناقانونه تصرف هڅه کېدله، خو د مسؤولینو د ژر تر ژره مداخلې او نږدې څارنې له امله مخنیوی یې وشو.

د ولسوالۍ د کرنې مسؤلینو ټینګار وکړ چې د امارتي ځمکو ساتنه یې لومړیتوب دی او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د شخصي ګټو لپاره د امارت په ملکیتونو ولکه وکړي.

چارواکو زیاته کړه چې دا ډول مخنیوي به په ټولو ولسوالیو کې په دوامداره توګه ترسره کېږي څو د امارتي ځمکو د غصب او ناقانونه تصرف مخه په بشپړه توګه ونیول شي.