د بلوچستان په مستونګ کې پر جعفر اېکسپرس اورګاډي چاودنه؛ ۱۲ تنه ټپیان شوي.
د سېشنبې په ورځ د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د کویټې پر لور په روان جعفر اېکسپرس اورګاډی کې چاودنه شوې. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
ځایي پولیس وایي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې اورګاډی د سپیزینډ له سیمې تېرېده. د اورګاډي مسوولینو د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال ۲۷۰ تنه مساپر په اورګاډي کې سپاره وو.