مستغفر ګربز؛ خوست والي د ټولو ولسوالیو ښاروالانو سره ولیدل.
د خوست ولایت والي مولوي عبدالله مختار په خپل کاري دفتر کې د ټولو ولسوالیو له ښاروالانو سره د همغږۍ او اداري چارو د ارزونې په موخه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې خوست والي له ښاروالانو وغوښتل چې د خپلو اړونده ولسوالیو د ښاري خدمتونو په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي او د ولس ستونزې په وخت او شفاف ډول حل کړي.
نوموړي زیاته کړه، ښاروالۍ د ولسونو د ورځني ژوند له مهمو برخو څخه ده، او د هغوی د کار کیفیت د ولس د رضایت او د نظام د اعتبار څرګندونه کوي.
ښاغلي مختار د ښارونو د پاکوالي، منظمې ښاري ودانیزې چارې، د عوایدو د راټولولو شفافیت، او د ښاري نظم د ټينګښت پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ناستې په پای کې، ښاروالانو د خپلو سیمو د پرمختیايي چارو او شته ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او خوست والي ته یې د لا ښه همغږۍ او اغېزمنو چارو د ترسره کولو ډاډ ورکړ.


