slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت په علیشېرو او ترېزیو ولسوالیو کې د مولوي ګلدار حکیم او عبدالله کورنیو ترمنځ د اته کلنې مرګونې شخړې له پای ته رسېدو سره، سیمه د یو اوږدمهال بحران څخه خلاصه شوه. په دې شخړه کې دوه کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی و.

د یادې ستونزې د هواري لپاره د خوست امنیه قوماندانۍ نهمې حوزې مسؤلینو، د سیمې قومي مشرانو او ځوانانو هڅې پای ته ورسېدې، او شخړه په روغه او ورورولۍ بدله شوه.

د روغي جوړې په موخه جوړو شویو مراسمو کې د نهمې حوزې امر حافظ نجیب خان "احمد" متضررې کورنۍ ته د دغه اوږده بحران د پای ته رسېدو مبارکي وویله. همداراز، د حوزې د جنایي جرمونو سره د مبارزې امر قاري سمیع الله "رحماني" د منځګړو اړخونو هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه چې د شخړو په حل کې د حکومت تر څنګ د قومي مشرانو او بانفوذه شخصیتونو رول ډېر مهم دی.

قومي مشرانو هم د دولت د هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د خلکو ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

د ښکېلو کورنیو غړو هم د شخړې د هواري په اړه خوښي وښوده او له ټولو هغو کسانو څخه چې د دې شخړې د ختمېدو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې، مننه وکړه. دوی دغه پرېکړه عادلانه او بې پرې وبلله او دایمي سولې ته یې هیلې څرګندې کړې.