د برېټانیا جنګي الوتکو پولنډ کې د ناټو د ختیځ ماموریت لومړنۍ دفاعي الوتنه وکړه.
د برېټانیا حکومت وايي؛ جنګي الوتکو یې د ناټو د «ختيځ ساتونکي» (Eastern Sentry) ماموریت په چوکاټ کې په پولنډ کې خپله لومړنۍ هوايي دفاعي الوتنه وکړې.
د برېټانیا دفاع وزارت په وینا، دغه ماموریت د ناټو د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي او موخه یې د ختیځ اروپا د امنیت ساتنه بلل شوې ده.
د الوتنې پیل وروسته له هغه کېږي چې د روانې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې روسي بېپېلوټه الوتکو د پولنډ په هوایي حریم کې ګزمې وکړې، چې د ناټو او سیمهییزو ځواکونو پام یې جلب کړ.
ناټو د دې اقداماتو په ترڅ کې د غړو هېوادونو د ګډو دفاعي هڅو د پیاوړتیا لپاره د پوځي حضور زیاتوالی اعلان کړی، څو د سیمهییز امنیت ډاډ تضمین شي.