د غزني ښار اصلاحي او پراختیایي پلان تر منظورۍ وروسته تطبیق ته سپارل کېږي
د کور جوړولو او ښار جوړولو وزارت وايي چې د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د غزني ښار د اصلاحي پراختیایي پلان د لاسلیک په مهال د یاد پلان نهایي کېدل د غزني ولایت لپاره یو مهم، تاریخي او ستر ګام یاد کړ.
ښاغلي شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، غزني د افغانستان تاریخ دی او دغه ولایت د هېواد په کچه ځانګړی حیثیت لري؛ له همدې امله باید ورته جدي پاملرنه وشي.
نوموړي ټینګار وکړ چې پلان جوړونکي دې د ښار جوړولو د قوانینو له مخې عمل وکړي او ملي او نړیوال معیارونه دې په خپلو پلانونو کې مراعت کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي انجنیرانو، چې د یاد پلان په تعدیل او انکشاف کې یې کار کړی وایي، دا اصلاحات د غزني ښار د اړتیاوو او معیارونو له مخې ترسره شوي او د هر ډول تخنیکي او حقوقي ستونزو حل په کې شامل دی.
دوی باور لري چې دا پلان، که تطبیق شي، د غزني ښار د راتلونکو سلو کلونو اړتیاوو ته ځواب ویونکی کېدای شي.ټاکل شوې چې یاد پلان تر نهایي منظورۍ وروسته، رسماً د غزني ولایت مسؤلینو ته وسپارل شي.
ښاغلي بامیاني، د پلان د بشپړېدو له امله د غزني خلکو او مسؤلینو ته مبارکي وویله او تمه یې وښوده چې دا پلان به وکولای شي منظمه ښاري وده او پراختیا رامنځته کړي، تر څو خلکو له ښاري اسانتیاوو برخمن شي