slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image




د هېواد د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د رابطة العالم الاسلامي له سرمنشي ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی او مل پلاوي سره يې په ارګ کې وليدل.

دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د اسلامي امارت او اسلامي نړۍ ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا او د مثبتو پرمختګونو اړوند هر اړخيزې خبرې وکړې.

محترم خلیفه سراج‌الدین حقاني د افغانستان له ملت سره د اسلامي نړۍ او سعودي عربستان د معنوي او انساني ملاتړ قدرداني وکړه او ویې ویل چې اسلامي امارت غواړي له رابطة العالم الاسلامي سره د متقابل احترام، اسلامي ارزښتونو، او ګډو موخو پر بنسټ خپل تعامل لا پراخ کړي.

ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی د افغانستان د امنیت، ثبات او ملي یووالي ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې رابطة العالم الاسلامي چمتو ده چې د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکړي او د یو سوله‌يیز، سرلوړي او متحد افغانستان د راتلونکي لپاره له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې لا ژورې کړي.

پاې کې دواړو لوريو د دوامداره تماس او همکارۍ هوډ څرګند کړ.