slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فاریاب او پکتیکا ولایتونو محتسبینو د خپلو اصلاحي کړنو په دوام په یادو ولایتونو کې د درېیو اجباري نکاحو مخنیوی کړی.

د فاریاب ولایت د محتسبینو په وینا د یاد ولایت په بلچراغ او بندر ولسوالیو کې یې د هغو خویندو حقونه خوندي کړي چې د خپلو کورنیو له لوري په جبري ډول نکاح ته اړ اېستل شوې وې.

بلخوا د پکتیکا ولایت د وازېخواه ولسوالۍ محتسبینو هم په یوه ورته اقدام کې یوه مېرمنه په بدو کې له ورکړې ژغورلې ده، د هغوی په وینا د یادې مېرمنې کورنۍ غوښتل څو هغه د دښمنۍ په پایله کې مقابل لوري ته ورکړي او د یادې مېرمنې په قرباني کولو سوله وکړي.

یاده دې وي چې په دې تړاو ناستو کې محتسبینو ویلي چې د اسلام مبارک دین ښځو ته حق ورکړی، څو د خپل ژوند ملګری انتخاب کړي او هېڅوک اجازه نه لري چې هغوی له چا سره په جبر نکاح ته اړ باسي.

محتسبینو همداراز ځایي اوسېدونکو او ښکېلو کورنیو ته د مېرمنو د شرعي حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړي او له هغوی یې غوښتي، څو د ورته پېښو مخنيوي کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ ورکوي چې هېچا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.