slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د فیصله‌ لیک او د محترم وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني صاحب د منظورۍ پر اساس، د وزارت ټول نظامي مسوولین او منسوبین مکلف دي چې د دندې د اجرا پر مهال د امیرالمومنین شیخ صاحب حفظه‌الله له لوري منظور شوی رسمي یونیفورم واغوندي.

یاد اقدام د پولیسو د پیژندګلوي د اسانولو، د امنیتي چوپړتیاوو د ښه تنظیم او د قانون  نافذېدو په موخه ترسره شوی، تر څو ولس وکولای شي له امنیتي ارګانونو سره اسانه او مستقیم تعامل ولري.

د کورنیو چارو وزارت له ټولو اړوندو ارګانونو او منسوبینو غواړي چې یاد حکم په جدیت عملي کړي.