slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نړیوالو رسنیو ویلي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر مهال ښايي د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې  موقت ولسمشر احمد الشرع لیدنه وشي.

د سي بي اېس نیوز د راپور له مخې، دا اقدام د هغو ډیپلوماتیکو هڅو دوام دی، چې د ۲۰۲۵ د مې میاشتې په جریان کې پیل شوې وې. ټرمپ هماغه مهال په سعودي عربستان کې له الشرع سره د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې کړې وې او وروسته یې په سوریه د امریکا ټول اقتصادي بندیزونه لرې کړل.

سیاسي شنونکي باور لري چې له بشار الاسد د واک تر نسکورېدو وروسته دا به د واشنګټن او دمشق د اړیکو د عادي کولو لپاره د نوي فصل پیل وي.

احمد الشرع، چې پخوا د تحریر الشام ډلې د مشر ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده، اوس د سوریې د موقت ولسمشر په توګه هڅه کوي خپل هېواد له نړیوالې انزوا وباسي.

تمه ده دا کتنه راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې ترسره شي، هلته چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې لپاره د نړۍ مشران راټولیږي.