slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت مقام په یو خپره کړې خبرپاڼه کې وايي چې په دغه سفر کې، مولوي عبدالقیوم روحاني د یادې سیمې له علماوو، قومي مخورو او عامو اوسېدونکو سره وکتل. نوموړي د يادې ليدنې پر مهال د صبريو سیمې د خلکو فداکارۍ او قربانۍ وستایلې او څرګنده یې کړه، چې د دغې سیمې خلکو د اسلامي نظام د قیام په لار کې د مجاهدینو ترڅنګ ارزښتناکې او نه هېریدونکې قربانۍ ورکړې دي.

همداراز، د خوست والي ښاغلي روحاني له‌ خوا د یاد سفر په لړ کې، د صبريو ولسوالۍ د کروړو سیمې له یوې نوي جوړېدونکې امنیتي پوستې او له خالبسات بازار څخه تر علیشیرو/تریزیو ولسوالۍ پورې د څه باندې نهه کیلومتره نوي جوړېدونکي سړک د چارو د ارزونې په موخه ساحوي لیدنه ترسره شوه. نوموړي د یادې پروژې د کیفیت، دقت او معیاري تطبیق په اړه د بیا رغونې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د یاد سړک چارې دې د تخنیکي اصولو مطابق او په لوړ کیفیت سره ترسره شي، څو خلکو ته د تګ راتګ غوره اسانتیاوې برابرې شي.

د خبرپاڼې له مخې د سیمې مشرانو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له خوست والي سره شریک کړل. مولوي روحاني هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د خلکو د رفاه، د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو، او د سیمو د بنسټیزې ودې او پرمختګ لپاره واضح او جامع پلان لري. نوموړي زیاته کړه، چې د ولس صادقانه خدمت د اسلامي امارت دیني، ملي او شرعي مسؤلیت دی.