ننګرهار کې ۴۵۰ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي دي، چې د غبرګولي میاشتې په ۲۹ مه نېټه یې په ننګرهار ولایت کې ۴۵۰ اړمنو راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړه
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ چې مخکې د جلال آباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې اړمنې پېژندل شوې وې، د همکارو بنسټونو په مرسته هرې کورنۍ ته ۹ زره او ۴۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
دا مرسته د راستنېدونکو کورنیو د ژوند د ښه والي او اړینو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورکول کېږي، ترڅو دوی په خپل ژوند کې یو څه اسانتیاوې ولري او د ټولنې په جوړولو کې ونډه واخلي.