slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت وزیر اعلی علي امین ګنډاپور په یوه خبري غونډه کې د پاکستان پر مرکزي دولت نیوکه کړې، چې د پاکستان‌مېشتو افغان کډوالو په اړه د پاکستان مرکزي دولت اوسنۍ پالېسي ناسمه او د بشرحقونو سره په ټکر کې ده. ګنډاپور ویلي چې باید پاکستان‌مېشتي افغان کډوال باید په زوره له یادې خاورې ونه ویستل شي. نوموړي زیاته کړې؛ دا اول وار نه‌دی، چې د افغان کډوالو په اړه داسې پرېکړې شوې دي؛ خو د لمس وړ پایله یې نه‌ده ورکړې. ګنډاپور ویلي، چې که افغان کډوال وغواړي د پاکستان تابعت ترلاسه کړي؛ نو د پاکستان دولت باید ورته د تابعت زمینه برابره کړي، نوموړي په‌دې برخه کې ویلي چې:«هغه افغان مهاجر، چې په جرمونو کې ښکېل نه وي او وغواړي د پاکستان تابعت ترلاسه کړي؛ باید د پاکستان تابعت ورکړل شي.»

خیبر پښتونخوا په پاکستان کې هغه سیمه ده، چې د افغان کډوالو لویه برخه پکې شپې سبا کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت په یوه تازه پرېکړه کې د مارچ۳۱مه د افغان کډوالو وروستۍ نېټه ټاکلې ده، ورته مهال په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان مشرې «موتیا مسکون» د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په یوه رسمي ناسته کې په سیمه کې د افغان کډوالو د اوسنۍ اوضاع په اړه اندېښنه ښودلې ده.