slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د روان ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ څخه تر ۲۲مې نېټې پورې شاوخوا ۱۰۳ زره افغان کډوال-چې راخوشې شوي افغان بندیان هم پکې شامل دي- هېواد ته راستانه شوي.

بل خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په موخه يې څه باندې ۷۸  زره بېرته راستانه شوې کادر او مسلکي افغانان ثبت او راجستر کړې دي.

ورته مهال د اقتصاد وزارت وایي، اسلامي امارت د ملي او نړۍوالو بنسټونو په مرسته بېرته له راستنېدونکو افغانانو ته په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د یادونې ده، چې یوه ورځ وړاندې کابل کې د پوهنې وزارت په هڅو بېرته راستانه شوو افغانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو په موخه د لسم او یوولسم ټولګیو جذب لپاره له ۳۳۰ تنه زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې دا د ۱۴۰۴ل کال لپاره د بېرته راستنېدونکو افغانانو د زدهکړې د جذب اتمه دوره ده چې شاوخوا ۶۰۰ کسانو يي د ازموینې لپاره نوملیکنه کړې وه.