slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

یوه اسراییلي سرتېري اعتراف کړی، چې د غزې په جګړه کې اسراییلي پوځیانو بې‌وسلې او ملکي خلک له دلیل پرته وژلي دي. نوموړي زیاته کړې چې د ډزو کولو اصول د هر قوماندان له خوښې سره سم بدلېدل او ملکي وګړو ته دا نه وه معلومه چې کومې سیمې ته ورتګ منع دی.

د اسراییلي ورځپاڼې هاارتص د یوه تفصیلي تحقیقاتي راپور له مخې، چې د جمعې په ورځ خپور شوی، په غزه کې مېشتو اسراییلي سرتېرو ته امر شوی چې پر هغو بې‌وسلو فلسطیني ملکیانو ډزې وکړي، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په لیکو کې ولاړ وي حتا که هغوی ګواښونکي هم نه وي.

راپور زیاتوي چې له سرتېرو سره د خبرو پر بنسټ، قوماندانانو پوځیانو ته دا امر کړی و چې پر خلکو ډزې وکړي، څو هغوی تیت او پرک کړي یا یې د مرستو له مرکزونو څخه لرې کړي، سره له دې چې واضح وه دغه خلک هېڅ خطر نه پېښوي.

یوه سرتېري هاارتص ته ویلي: «هلته هر څه د وژنو ډګر ته ورته دي.»

نوموړي ویلي چې د هغه د پوستې په سیمه کې هره ورځ له یو تر پنځو کسانو پورې وژل کېدل.

دا څرګندونې له هغو راپورونو وروسته شوې، چې د غزې د روغتیا وزارت ویلي و د مې له ۲۷مې راهیسې لږ تر لږه ۵۴۹ فلسطینیان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ زیات نور د مرستو مرکزونو او د ملګرو ملتونو د خوړو د لاریو ترڅنګ ټپیان شوي دي.

د اسراییلي ورځپاڼې راپور له مخې، یوه اسراییلي ریزرف سرتېري اعتراف کړی چې «غزه نور هېچا ته مهمه نه ده» او دا سیمه یې «د قانون نه تابع ځای» بللې چې د انسان ژوند پکې هېڅ ارزښت نه لري.

یو بل لوړپوړي ریزرف افسر هاارتص ته ویلي: «کله چې مو وپوښتل ولې ډزې وشوې، موږ ته وویل شول چې دا له لوړ مقام څخه امر و، زه په پوره ډاډ سره ویلی شم چې خلک ځواکونو ته نږدې نه وو او هېڅ خطر یې نه پېښاوه. دا بې‌موخې کار و هغوی بې‌دلیله ووژل شول».

هغه زیاته کړې: «د بې‌ګناه انسانانو وژل اوس یوه عادي خبره ګرځېدلې ده».

راپور وایي چې د پوځ تګلاره کې دا هم شامله ده چې له هاوان، درندو وسلو، ټانکونو او مرمیو څخه دې استفاده وشي.

په ځینو پېښو کې د خبرداري ډزې مستقیماً وژونکو بریدونو ته اوښتې.

یو سرتېری وایي چې ورته امر شوی و څو د ساحل ترڅنګ پر یوه ګڼه ګوڼه د توپ مرمۍ فایر کړي. هغه وویل: «هر ځل چې ډزې کوو، مرګ ژوبله حتمي ده او که څوک وپوښتي چې ولې باید مرمۍ استعمال شي، هېڅ قانع کوونکی ځواب نه وي».

هاارتص لیکي چې د اسراییلي پوځ د پلټنو ادارې ته لارښوونه شوې چې د دې پېښو اړوند ممکنه جنګي جرمونه وڅېړي.

یوې حقوقي سرچینې هاارتص ته ویلي: «دا یوازې د څو کسانو د وژل کېدو خبره نه ده، دلته هره ورځ په لسګونو کسان وژل کېږي».

د هغو واحدونو له ډلې چې تر څار لاندې نیول شوي، یوه ۲۵۲مه لوا ده چې د جنرال یهودا واخ تر قوماندې لاندې ده. هاارتص لیکي چې نوموړي مستقیماً امر کړی چې پر هغو ملکیانو دې ډزې وشي چې د ملګرو ملتونو د مرستو لاریو ترڅنګ راټول شوي.

د هغه تر قوماندې لاندې سرتېري وایي چې دا پالېسي بې له پوښتنې منل شوې وه.

یو افسر ویلي: «هدف دا و چې خلک له سیمې ووځي، ان که یوازې د خوړو لپاره هم راغلي وي.»