مالیې وزارت؛ د سپین بولدک په ګمرک کي د راستنېدونکو کډوالو له پاره ځانګړي لاره پرانیستل شوې
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست رهبرۍ د هدایت پربنسټ د کندهار ګمرک رئیس مولوي سفر محمد سحر د کندهار ولایت سپین بولدک ګمرک ته سفر کړی او هلته یې د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدنې بهیر له نږدې څارلی.
د سپین بولدک په ګمرک کي له پاکستان څخه د جبري را ایستل شوو هیوادولو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي. پخوا به راستنېدونکي کډوال مکلف وو، چې د راتګ پر مهال ګمرکي پارچه واخلي، چې د پارچې اخیستل دوی سرګردانه کول. اوس د مسئولینو په هدایت د یادې پارچې اخیستل لغوه شوې او تر څنګ یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره په دغه ګمرک کې ځانګړې لاره پرانیستل شوې؛ څو کډوالو ته د هوسا راستنېدنې زمینه برابره شي.
د یادولو وړ ده، چي وړمه ورځ د ګمرکونو لوی رئیس هم تورخم ګمرک ته سفر کړی او هلته یې د راستنېدونکو کډوالو د راستنېدنې بهیر له نږدې وڅاره او د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه يې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې کړې دي.