slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني شخړو  حل او  ټولنیز عدالت  ټینګښت په موخه د روانې اونۍ په اوږدو کې بېلابېلې کړنې کړې دي.

د وزارت محتسبینو د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د نوي فرمان  پلي کولو او د ټولنې  آرامۍ رامنځته کولو په هدف، له لغمان او نورستان ولایتونو څخه ۱۳۹ تنه رواني ناروغان راټول کړي دي. دغه کسان د سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته د درملنې او پاملرنې لپاره سپارل شوي دي. د وزارت په وینا، دا اقدام د بې‌سرپناه ناروغانو د ملاتړ او د انساني مرستو د پراختیا په لړ کې ترسره شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې په همدې اونۍ کې د وزارت ولایتي محتسبینو د مېرمنو حقونو اړوند ۶۱ بېلابېلې قضیې حل کړې دي. له دغو قضیو څخه ۲۳ د کورني تاوتریخوالي، ۱۶ د میراث، ۸ د غیر شرعي نکاح ګانو، ۶ د ولور، ۵ د نفقې او ۳ د طلاق قضیې وې. وزارت وایي چې د دغو قضیو حل د اسلامي شریعت په رڼا کې شوی او موخه یې د ښځو حقونو ته د عملي لاسرسي زمینه برابرول دي.

د امر بالمعروف محتسبینو همدارنګه د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو تر منځ د قومي او ژبني شخړو د هواري لپاره منځګړیتوب کړی دی. د وزارت د څرګندونو له مخې، دا ډول هڅې د ټولنیز یووالي، اخوت او د ملي انسجام د ټینګښت په موخه دوام لري.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ټینګار کړی چې د اسلامي اصولو په رڼا کې به د ټولنې د اصلاح، د عدالت د پلي کېدو او د خلکو د ستونزو د اورېدو هڅې لا پسې پیاوړې کړي.