په کونړ کې د دې ولایت د امنيه قوماندان په مشرۍ د لوي اختر د رارسیدو په مناسبت امنيتي او اداري غونډه ترسره شوه.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان الحاج مولوي ضیاءالحق (حامد) په مشرۍ د امنیه قوماندانۍ د غونډو په تالار کې د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت امنیتي غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه کې د کونړ ولايت امنيه قوماندانۍ امنیت امر مولوي نعمت الله (حمیدي) د کشفي مدیریتونو مسؤلینو پنځلس ګونو ولسوالیو امنيه قوماندانانو او د څلورو امنيتي حوزو امرينو، د دري کنډکونو مسؤلینو ګډون درلود چي د لوی اختر د رارسیدو په پار په يو لړ امنیتي موضوعاتو خبرې اتري ترسره شوي.
په پیل کې ښاغلي حامد : د امنیه قومندانانو او کشفي ادارو هڅې او فعالیتونه، چې د دې ولایت د ولسونو لپاره یې د امنیت په برخه کې ترسره کوي وستایل او زیاته یې کړه دا چې په نظام کې لمړي شرط دي د عالي قدر امیرالمومنین ،د ریاست الوزرا ، او دکورنیوچارو وزارت فرمانونه ،حکمونه هدایاتو ،فیصلو ،لارښوونو او امرونو ته حق اولیت او د تطبیق په موخه لازم اجرآات ترسره کړئ دا چي لوي اختر ته په ګوتو شمیر ورځي پاتي دي هیڅ مسؤل او منسوب په اوله درجه احضاراتو کې غیري حاضري او رخصتي نه شي کولای ټول امنیتي ارګانونه به په پوره همغږي او یو بل سره په هماهنګۍ د لوي اختر په شپو ورځو کې امنیت ټینګوي ترڅو ولسونه په خوشحالۍ سره اختر ولمانځي دا چې کشفي اداري د نظام سترګي بلل کیږي د اسداباد ښار داخلیدونکي ،بهر تلونکي او هغه مساجد چې د لوي اختر لمونځونه پکې ترسره کیږي تر خپل لید لاندي راولي ټول مسؤلین او مجاهدین مکلف دي چې د دندي پر مهال د کونړ میشتو او هغه سیاحت کوونکي چې د سفر په موخه دي ولایت ته راځي د ګډ کمیسون له لوري ځانګړي کارت د تالاشیو پر مهال نیک او ښه برخورد او په اصولي توګه په خپله مربوطه ساحه کې موټر داره سیاري ګزمي او چیک پواینټونه او هغه سیمي چې سیلانیان پکې میشت کیږي خاصه پاملرنه وکړئ.
اسداباد ښار د ټولو ګډ کور دی د ترافیکي نظم په ساتلو کې د یاد مدیریت مسؤلینو سره اوږه په اوږه لازمه همکاري د ټولو وظیفه ده د ښار امنیتي حوزي دې جدي اقدامات تر سره او ولسونو لپاره دې ښه او ډاډمنه امنيتي فضاء رامنځته کړي.
ښاغلي حامد وویل : دا چې په ټوله جغرافیه اسلامي نظام حاکم دی او هیچاته کوم خطر نشته د پټاقیو او نورو چاودیدونکو توکو استعمال پلور او هر هغه څه چې امنیت اخلالوي په جدي توګه مخنیوي او هغه پلان چې د هماهنګۍ په مرکز کې جوړ په خپلو مربوطه ساحو کې د ټولو ارګانونو سره په تفاهم او کامله هماهنګۍ یې تطبیق او پر خپل وخت د مقام دفتر سره ګزارش شریک کړئ.
بل لورته د بیلا بیلو امنیتي او کشفي ادارو مسؤلینو خپل ګذارشونه او لاسته راوړنې امنیه قومندان سره شریک کړل او ډاډ یې ورکړ، چې د تیر په څیر به د لوي اختر په شپو او ورځو کې د امنیت د لا ښه والي لپاره ټول امنیتي او کشفی ارګانونه د ډاډمنې امنیتي فضاء په برابرولو کې هلي ځلې کوي ترڅو د کونړ ولسونه او دې ولایت ته راتلونکي سیلانیان د لوي اختر ورځي په خوشحالۍ ولمانځې امنیتي ځواکونه د ولس خوشحالي د ځان خوشحالي ګڼي.