slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د يو شمېر عربي شبکو د راپورونو پر اساس، د سوریې نوي ولسمشر ښاغلي احمد الشرع د ولسمشرۍ له ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړني بانديني سفر کې تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې د ياد هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره ليده کاته ترسره کړي دي.

د راپورونو پر اساس د ياد سفر موخه له سوریې څخه د اقتصادي بندیزونو لرې کول، د دواړو هيوادونو ترمنځ د خپل منځي اړیکو بیا رغونه او ټينګښت او همدارنګه په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې ترسره شوي دي.

بايد وويل شي چې په دې سفر کې له ښاغلي الشرع سره د سوریې د بهرنیو چارو د وزير اسعد الشيباني په ګډون یو شمیر نور لوړپوړي چارواکي هم تللي چې پکې د سوریې د لنډمهاله حکومت یو شمېر وزیران او چارواکي هم شامل دي.