slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د رياست الوزرا اقتصادي معاوونيت وايي: په روان لمريز کال کې لسګونه کورنيو او بهرنيو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د لس ميليارده او ۶۵۴ ميليونه ډالرو پانګونې لپاره لېوالتيا ښوودلې ده. له ياد معاوونيت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه شرکتونه، چې د سيمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پانګونې تاريخ لري، غواړي د کانونو، کرنې، برېښنا، روغتيا، زيربناوو، ترانسپورت او وړو او منځنيو تشبثاتو په برخو کې پانګونه وکړي.د سرچينې د معلوماتو پر اساس، تر اوسه پورې له بېلابېلو كمپنيو سره د کانونو او پروسس، د برښنا د لېږد او بنسټيزو تاسيساتو په برخو كې د شپږ مليارده او ۶۸۲ ميليونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليك شوي دي.ورته مهال بيا د اقتصاد وزارت مسئولين تمه ښيي ،چې له دې پانګونې سره به خلکو ته کاري زمينې رامنځته او اقتصاد به ورسره وغوړيږي.د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمن حبيب وايي: په هيواد کې بشپړ امنيت د دې سبب شوی، چې پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.(( په هيواد کې د بشپړ امنيت ټينګښت، د افغانستان جغرافيايي موقعيت، او د خامو موادو بډايه زيرمې هغه څه دي چې بهرنيو او کورنيو پانګوالو ته يې د پانګونې زمينه برابره کړې.))د شنونکو په باور افغانستان د طبيعي زيرمو له اړخه يو بډايه هيواد دی، چې ډېری هيوادونه ليواله دي دلته پانګه ونه وکړي.په همدې حال کې شنونکي هم په کور دننه پانګونه په اقتصادي وده کې مهمه بولي او له اسلامي امارت غواړي، چې د پانګه والو لپاره هر ډول آسانتياوې رامنځته کړي.د اقتصادي چارو شنونکی رحيم مرجان وايي: (( ياده پانګونه به د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي. او ورسره به د خلکو اقتصاد هم ښه شي. او د يادې پانګونې په وسيله به افغانستان يو کاري مارکېټ د ګاونډيو هيوادو نو لپاره وي. ))د اقتصادي چارو يو بل شنونکي سيد رحمان عمران بيا وايي: اړتيا ده چې په ددغو شرکتونو له لوري بايد د کار لپاره په کور دننه وزګار ځوانان جذب شي، ترڅو د بې کارۍ کچه راکمه شي.(( په دې کمپنيو کې بايد داسې شرايط وضع شي، چې هيوادوالو ته يې ګټه وي، دوی ته بايد وويل شي، چې ټول کاريګر بايد افغانان ونيسي.))د يادونې ده چې اسلامي امارت، تل په کور دننه پر پانګونې ټينګار کړی او په دې برخه کې يې د هر ډول آسانتياوو برابرېدو ژمنې هم کړې.