د افغانستان او پاکستان د کورنیو چارو وزیرانو د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ غمیزې په اړه ټېلیفوني خبرې کړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره د ټېلیفوني اړیکې پر مهال د کونړ او ننګرهار د وروستۍ زلزلې د قربانیانو او ټپیانو په اړه خپله غمشریکي څرګنده کړې.
نقوي د ټپیانو د درملنې او د اړمنو کورنیو د لاسنیوي په برخه کې د بشري مرستو ډاډ ورکړی.
په ځواب کې ښاغلي خلیفه حقاني د پاکستان حکومت او خلکو له همدردۍ او مرستو مننه کړې او هممهاله یې د خیبرپښتونخوا او پنجاب په ایالتونو کې هم د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې.