slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قومندانۍ اړوند د بهسودو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو یو کس له (۷۴۰) نشه‌يي ګولیو (تابلیت کا) سره لاس په لاس نیولی دی.

یاد کس غوښتل چې دغه ګولۍ  وپلوري، خو د امنیتي ځواکونو له لوري  ونیول شو. له نیول شوي کس سره ټول نشه‌يي توکي ترلاسه او ضبط شوي دي.

نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی، او اوس مهال د لومړنیو څېړنو لاندې دی. تر څېړنو وروسته به نوموړی د عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ یو ځل بیا ټینګار کوي چې د نشه‌يي توکو د قاچاق، پلور او استعمال پر وړاندې یې مبارزه دوامداره ده، او هېڅ ډول ناقانونه کړنې ته به د زغملو اجازه ورنکړي.