بلخ؛ په نشه یي توکو روږدي ۴۷۰ تنه د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته واستول شو
د بلخ د امنیه قوماندانۍ د نیشه یي توکو په وړاندي د مبارزې مدیریت له مرکز مزار او اړوندو ولسوالیو څخه ۴۷۰ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان د درملني لپاره راټول کړي دي. د امیرالمؤمنین د فرمان پر بنسټ د نشه يي توکو د کاروبار له بندېدو وروسته په ټول هیواد کي د روږدو کسانو د راټولولو پروسه پیل شوه، چي په همدې موخه تازه د بلخ ولایت د نشه يي توکو پروړاندي د مبارزې مدیریت د بلخ د والي په په وینا د ژمي په راتګ سره په نشه یي توکو روږدي ۴۷۰ تنه راټول او د درملني لپاره روغتیایي مرکز ته معرفي شوي دي. د بلخ د نيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت امر سمونيار جمعه خان کوچی وايي، چي د دغه مدیریت امنيتي ځواکونو د څو ورځو راهیسي د ښار او د بلخ ولايت د ټولو ولسواليو په کچه ۴۷۰ تنه معتادين راټول کړي، چي اوسمهال د دغه مديريت اړوند پنډغالي کې تر درملني لاندي دي. ښاغلي کوچي وويل، چي دغه کسان له ۴۵ ورځو درملني وروسته بيرته خپلو کورونو ته استول کېږي. نوموړی زیاتوي، چي په دغه ولایت کي د نشه يي توکو پر وړاندي مبارزه په چټکۍ سره روانه ده او د دې ادارې کارکوونکي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د نشه یي توکو کښت او کاروبار وکړي. همداراز ښاغلي کوچی د نړيوالو مؤسساتو او شتمنو کسانو څخه غوښته وکړه چې د دغه مديريت سره د یادو رږدو کسانو د درملنۍ لپاره همکاري وکړي. په ورته وخت کې په نشه يي توکو یوشمېر روږدي کسان د افغانستان اسلامي امارت دا چاره ستایلې او په وینا یې، غواړي چې له د درملني وروسته بېرته خپل عادي ژوند ته وروګرځي او خپلي کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي.