خوست کې د لسګونه زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د خوست ولایت وياند مستغفر ګربز وايي چې ددې ولايت د مرکز اړوند په میاخیلو کلي د یو.ان.ډي.پي په مالي ملاتړ، د ۵۰ زره ډالرو په لګښت د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ګربز وايي، چې ياد کانال ۳۱ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.