slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت د ټولګټو چارو ریاست د ۹۴،۵ میلونه افغانیو په لګښت د مرکز لښکرګاه ښار په اطرافو او ولسوالیو کي څلور لوی پروژې بشپړي کړي دي.
 د یاد ریاست د کار او ساختمان آمر ښاغلي حمید الله پوپل د پولیس راډیو سره د خپلو خبرو پرمهال وویل؛ دا څلور پروژې په ۱۴۰۳ کال کې په هلمند ولایت کې بشپړې شوې دي، چې ۹۴،۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی. د دې پروژو له ډلې یوه له ګریشک ولسوالۍ ترسنګیلانه د سړک ټولې داغ ګیرۍ او نهه دېرش پایې پلچکونه له سره ورغول شول. دویمه پروژه چې په تېر کال کې بشپړه شوې ده، د هلمند کندهار له دو راهۍ د لښکرګاه  ښاره څلرویشت کیلو متره سړک ټول داغونه او پلچکونه بیا رغول شوي. د ښاغلي پوپل په وینا درېیمه پروژه له هلمند کندهار دوه لارې تر ګریشک ولسوالۍ پورې درویشت کیلو متره د سړک داغونه وو، چې بیا ترمیم شوي. دا ډول د دې کال په بشپړو شویو پروژو کې د ښاغلي پوپل په وینا د ودان په نامه د یوه  معیاري ترازو د ودانۍ جوړونه ده، چې هلمند کندهار دوه لرې په سیمه کې دا پروژه پلې شوې ده.

بل خوا د یادو ساحو دوه تنه اوسېدونکو د خپلو خبرو پرمهال وویل چي مخکي له زیاتو ستونزو سره مخ وو چي اوس مهال په  دې برخو کې یادي ستونزي حل شوې دي.
هېره دې نه وي، چي یاد ریاست د ۱۴۰۴ کال لپاره یوشمېر نوري د بیارغونې پروژې هم په پلان کي دي، چي چاري به یې ډیر ژر پیل شي.