slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست راپور ورکړی چې په دې ولایت کې د چهارمغزو تولید سږکال له تېرو کلونو زیات شوی دی.

دیاد ولایت د کرنې ریاست مشر فضل‌الله دیوبندي ویلي چې سږ کال د چهارمغزو ټولټال حاصلات له ۲۳۰ ټنو څخه ډېر شوي، چې د تېرو کال په پرتله شاوخوا ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړي زیاته کړه چې د هوا مناسب شرایط، پر وخت بارانونه، د باغونو پراختیا او د بزګرانو لپاره ملاتړ د تولید په لوړوالي کې مهم رول لري.

دیوبندي همدارنګه ټینګار وکړ چې دوامداره مالي او تخنیکي ملاتړ کولای شي د راتلونکو کلونو لپاره د چهارمغز تولید لا زیات کړي او د بزګرانو عاید لوړ کړي.

چهارمغز د افغانستان د مهمو کرنیزو محصولاتو په منځ کې شمېرل کېږي او په سړو ولایتونو لکه بدخشان، بغلان، پروان او پنجشېر کې په پراخه کچه کرل کېږي. د دې محصول لوړ تغذیې ارزښت او د خوړو او درملو صنعت کې کارونې، د کورني او بهرني بازار لپاره یې اهمیت لا زیاتوي.

په عین حال کې، د کرنې کارپوهان وایي چې د عصري تجهیزاتو نشتوالی، د معیاري بسته‌بندۍ کمښت او د ترانسپورت ستونزې د صادراتو په سکتور کې لوی خنډونه دي. هغوی وړاندیز کوي چې که حکومت او مرسته کوونکې ادارې د بزګرانو لپاره مناسب وسایل، بازارموندنه او مالي ملاتړ برابر کړي، افغانستان کولی شي په سیمه کې د چهارمغز له مهمو صادرونکو څخه وګرځي.