د عامې روغتیا وزارت چارسمبالی وزیر مولوي نورجلال جلالي له ازبکستاني پلاوي سره لیدلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت، سرپرست مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان له سفیر، اویبیک عثمانوف او ملهپلاوي سره کتلي دي. پهدې کتنه کې افغانستان ته له ازبکستان هېواده د درملو او طبي توکو واردولو، روغتیا برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همکارۍ او افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په تړاو خبرې کړې دي.
دا لیدنه داسې مهال کې ترسره کېږي، چې ښاغلي جلالي له دې لیدنې وړاندې د عامې روغتیا وزارات له منسوبینو سره هم لیدنه لرلې ده. د عامې روغتیا وزارت د چارمبالي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د مرکزي رئیسانو او اړوندو معینیتونو د مشاورینو په شتون کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ کمېټې ناسته کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې غوره مدیریت ، د ساري ناروغیو د کنټرول په موخه د وقایوي خدماتو تر سره کول، د روغتیایي خدماتو لا په ښه شکل برابرول، د ټاکل شوې کمېټې د دندو او مسؤلیتونو اړوند د ملي او نړیوالو مؤسسو سره د لا زیاتې همغږۍ په تړاو خبرې شوې دي.