slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې هېواد کې د رغنیزو چارو د پراختیا او کیفیت د تضمین لپاره، د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیمونه په بېلابېلو ولایتونو کې بوخت دي.

پنجشیر کې، د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې د تخنیکي ټیم له خوا وڅارل شوې. د کور او ښار جوړولو ریاست رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، چې دمګړۍ د سپتیک څاه د ایزوګام، قالب بندۍ، سیخ بندۍ او کانکریټ اچونې چارې روانې دي. نوموړی زیاتوي چې شرکت ته سپارښتنه شوې، څو ټول کارونه د نقشې مطابق تر سره شي.

ورته مهال، د هرات د کور او ښار جوړولو ریاست ټیم هم د هرات پوهنتون د انګړ جدولونو د جوړېدو له چارو څارنه کړې. رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، چې تخنیکي ټیم یې له نږدې چارې وکتلې او سپارښتنه یې وکړه چې کارونه باید په معیاري ډول پرمخ ولاړ شي.

بل خوا د غزني په دولت اباد کې د سړک د کانکریټ اچونې چارې څارل شوي . د دې ولایت د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي نور ولي متقي وایي، تخنیکي ټیم یې له چارو نږدې لیدنه کړې او قراردادي شرکت ته لارښوونې شوې، څو د کار کیفیت وساتي.

له بلې خوا، په میدان وردګو کې د اداري کمپلکس لپاره د ۱۶۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې شوې ده. د سروې او جی‌ای‌اېس ریاست رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، دغه سروې د کمپلکس لپاره د تفصیلي پلان جوړولو ته لار هواروي، او د اړتیاوو مطابق به بنسټیز تأسیسات پکې شامل شي.

ښار جوړونې وزارت په خبر پاڼه کې زیاتوي؛ دا هڅې د دې لپاره کېږي، چې رغنیزې پروژې له تخنیکي معیارونو سره سمې پرمخ لاړې شي، او د هېواد د پرمختګ او ښېرازي لپاره قوي بنسټونه کېښودل شي.