د مالیې وزیر له سوداګرو سره د بدیلو لارو د اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.
د مالیې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راځي چې د دې وزارت وزیر ملا محمد ناصر اخوند د روان کال د لړم میاشتې په ۲۵مه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي له غړي خان جان الکوزي او هېواد ته د درملو وارداتو له یو شمېر سوداګرو سره ځانګړې ناسته وکړه.
یاده لیدنه کې د پاکستان پر ځای د بدیلو سوداګریزو لارو کارولو، د دغو لارو له لارې د درملو پر وارداتو د ګمرکي اسانتیاوو برابرولو او د سوداګرو پر احتمالي ستونزو مفصل بحث وشو.
د خبرپانې په استناد د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو او د درملو واردوونکو سوداګرو په ګمرکونو کې رامنځته شوي تازه اسانتیاوې وستایلې او له بدیلو لارو د سوداګریزو توکو د پروسې د لا چټکتیا او اسانولو غوښتنه یې وکړه.
د مالیې وزیر سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې وزارت به د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي، په اړوندو برخو کې به نورې اسانتیاوې رامنځته کړي او د احتمالي ستونزو د پر وخت حل هڅې به لا پیاوړې کړي.


