د امریکا حکومت د رسنیو لپاره د پوځي خبرونو د خپرولو په اړه نوې لارښوونې اعلان کړې.
د دغو محدودیتونو له مخې، خبریالان اړ دي یوازې د حکومت لهخوا تایید شوي معلومات خپاره کړي.
که څوک له دې اصولو سرغړونه وکړي، د هغوی د خبري پوښښ جواز لغوه کېدای شي. د امریکا د دفاع وزیر پېټ هیګسټ ټینګار کړی، چې خبریالان باید دغه مقررات ومني.
خو د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه د دې اقداماتو پر ضد دي او وایي، چې دا کړنه د اساسي قانون له حقونو سره په ټکر کې ده.
دغه محدودیتونه په داسې وخت کې عملي کېږي، چې د امریکا پوځ په بېلابېلو برخو کې د رسنیو پوښښ ته ځانګړې پاملرنه غواړي.