د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت؛ ارزګان کې مو د ۱۳ سوه او ۳۲ کیلوګرامه اومانو د لیږد مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ارزګان ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې ۱۳۳۲ کیلوګرامه اومان چې په موټرونو کې ځای پرځای شوي وو د انتقال پر مهال کشف او نیول شوي دي، په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي، چې له څیړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونوته وسپارل شي.
بل لوري ته همدې ادارې په یوې بلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور یې یو کس په کابل او اوولس نور په هرات ولایت کې نیولي دي.